برښنا شرکت وایي، چې په ځينو ولایتونو کې د جګړې د زیاتوالي له کبله د شاوخوا ۱۰۴ زره پیریودونکو څخه د برښنا د لګښت پیسې نه دي راټولې شوې. د افغانستان د برښنا شرکت په خبره له ۱۵ کلونو راهیسې یې، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې څه باندې ۳۳۰ میلیونه افغانۍ عواید له لاسه ورکول؛ خو اوس له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو له لوري د څه باندې ۲۰۰ ولسوالیو د مرکزونو له نیول کېدو سره سم یې، یوازې په همدې موده کې په ۷ ولایتونو کې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ نورې هم له لاسه ورکړې دي. د برښنا شرکت ویاند سنګر نیازي وايي، د ۱۴۰۰ مالي کال له لومړۍ دورې تر اوسه، د هرات، فاریاب، بلخ، کندوز، بغلان، تخار او سرپل ولایتونو ناامنو سیمو کې د برېښنا کارولو له اړخه یو میلیارد او ۱۲۶ میلیونه افغانۍ عواید نه دي راټول شوي.



































