په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفير واسيلي نبېنزيا يو ځل بيا ادعا کړې چې په افغانستان کې د داعش ډلې د وسله والو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی.
واسیلي نبېنزیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وړمې شپې غونډې ته ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به په افغانستان کې د داعش جنګياليو شمېر ۱۰ زرو تنو ته ورسېږي.
د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه او دغه راز د امنيت شورا په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کوي، خو افغان ولسمشر څه موده وړاندې په ازبکستان کې ویلي وو چې په افغانستان کې د داعش وسله والو شمېر له ۲۰۰۰ ډېر نه دی چې په خبره یې ډېری يې ځپل شوي دي.
داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې شاوخوا درې کاله وړاندې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې سر راپورته کړ او دا مهال پر ختیځو ولایتونو سربېره په یو شمېر شمالي ولایتونو کې هم فعالیتونه لري.
د پوځي چارو افغان کارپوهان بیا وايي، هغه اقدامات چې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د داعش په وړاندې کړي، ګټور نه وو.
پوځي شنونکي باري عارض ازادي راډيو ته ويلي، له فشار سره سره بیا هم د داعش فعالیتونه د افغانستان نورو ولایتونو ته پراخېږي.
عارض زياته کړې: «که څه هم دولت د داعش په وړاندې ځواکمن عملیاتونه کړي، حتی امریکا په اچین کې په داعش د بمونو د مور په نوم غیر هستوي بم وغورځاوه، خو څه ډول چې لازمه وه هسې پایلې يې نه درلودې. داعش ورځ تر بلې په افغانستان کې پراختیا پیدا کوي او نورو ولایتونو ته یې فعالیتونه پراخېږي».
ښاغلی عارض زیاتوي، د داعش د فعالیتونو د مخنیوي لپاره مهمه ده چې له طالبانو سره سوله وشي، که نه په خبره یې، څومره چې په افغانستان کې ناامنۍ زیاتېږي هومره ورسره د داعش فعالیتونه پراخېږي او جګړه ییز تکتیکونه یې نوې بڼه غوره کوي.