د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې په حدیده ښار کې له جګړو لاس واخلي.
د یمن د سبا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارټین ګریفیټ په ریاض کې د یمن د حکومت له مشرانو سره د سولې د احتمالي خبرو لپاره د تیاریو په هکله خبرې کړې دي.
د دغه اژانس د راپور له مخې له ګریفیټ په دغو خبرو کې د یمن مرستیال ولسمشر علي محسن صالح الاحمر او د بهرنیو چارو وزیر خالد الیماني برخه اخیستې وه.
د راپور له مخې په دې کتنه کې پر هغو اقداماتو چې له یاغیانو سره د اعتماد جوړونې لپاره چې دوی د سولې د هڅو په برخه کې څومره جدي دي، هم بحث شوی.
د نومبر د میاشتې له پیل راهیسې د یمن پر بندري ښار حدیده چې د حوثي یاغیانو په کنټرول کې دی، د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف لهخوا بریدونه زیات شوي دي.
وروسته له هغې چې ښاغلی ګریفیټ د تېرې چهارشنبې په ورځ د بشري وضعیت د څېړلو لپاره یمن ته ولاړ، وضعیت یو څه ارام شوی و، خو په دې وروستیو کې په ځینو سیمو کې نښتې بیا زیاتې شوې دي.
له حوثي یاغیانو د دغه مهم بندري ښار د بېرته نیولو لپاره د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف او د عبدالربه منصور هادي په مشرۍ د حکومت پلویو ځواکونو له پنځو میاشتو راهیسې عملیات پیل کړي دي.