طالبانو په هېواد کې د نویو تحولاتو په راتګ سره بانکونو، تجارتخانو، صرافیو او هټیو ته ډاډ ورکړی دی چې هر څه یې خوندي دي. په همدې اړه د طالبانو له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا چې له نویو تحولاتو سره ممکن د کابل په شمولو په لویو ښارونو کې د بانګونو څښتانونو، ملي تجارانو، صرافانو او نورو هټيوالو سره د خپلو مالونو د خوندیتوب په اړه تشویش موجود وي خو دوی په پوره ژمنتیا سره ټولو د بانګونو خاوندانو، صرافانو، تجارانو او هټيوالو ته ډاډ ورکوي چې مالونو او سرمایو ته به هيڅ ډول زیان نه رسیږي، بلکې دوی به يې د سر او مال د ساتنې لپاره جدي ګامونه اخلي او په دې اړه خورا ښه تدابیر نیول شوي. دوی دغه راز کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته هم اطمینان ورکړی دی چې هیڅ راز اندېښنه دې نه کوي هر څه به په نورمال شکل روان وي.



































