ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ډاکتر رامیز الاکبروف ویلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په دغه هیواد کې په ملیونونو اړمنو خلکو ته د مرستې رسولو او دلته د پاتې کيدو په برخه کې پر خپله ژمنه ټينګار کوي. هغه زیاته کړې، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ځینې کارکوونکي چې کار يې په ځای پورې تړلی نه دی په موقت ډول په بل ځای کې ځای پر ځای شوي، خو د بشردوستانه چارو ډيری کارکوونکي د بشردوستۍ له اصولو سره سم په بې پرې، او خپلواکه توګه د بشردوستانه مرستو د ملاتړ لپاره پاتې دي او خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.



































