رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې یونان له ترکیې سره خپله ۴۰ کیلومتره اوږده پوله تړلې ده. یوناني چارواکو رویټرز ته ویلي چې دوی پر دغه پوله دېوال وهلی او ټینګار یې کړی دی چې له دې وروسته به هیڅ غیر قانوني کډوال ته له دغې لارې د تېرېدو اجازه ورنه کړي. یاد چارواکي څرګنده کړې، دوی له افغانستان څخه د کډوالو د سیلاب ورماتېدو ته اندېښمن دي او د همدې تشویشونو پر بنسټ یې خپلو پوله ساتو ځواکونو ته هم د تیارسی امر کړی دی. یونان له ترکیې سره د خپلې پولې د تړل کېدو خبر وروسته تر هغه ورکوي چې پرون د ترکیې ولسمشر پر اروپایي هېوادونو غږ وکړ چې د بشري خواخوږي له مخې دې دغه هېواد ته د ورغلیو کډوالو په منلو کې ورسره مرسته وکړي.



































