فکر وکړئ او شتمن شئ کتاب پر پښتو ژبه د دویم ځل لپاره چاپ شو. دغه کتاب په ۱۹۳۷ز کال کې د امریکایي لیکوال ناپېلیون هېل او د هغه د همفکره سوداګر انډریو کارنګي له خوا لیکل شوی دی. د کتاب انګریزي بڼه ۲۳۵ مخونه او پښتو بڼه یې ۳۲۰ مخونه لري. د کتاب محوري بحث د انسان پر بریالیتوب شوی دی. په یاد کتاب کې د شتمن کېدو په اړه ۱۶ قوانین کشف شوي. دغه قوانین له بریالیو اشخاصو سره د مرکو په پایله کې کشف شوي دي. له کتاب څخه د لیکوال موخه دا وه چې د شتمن کېدو لپاره د انسان فکري بڼه جوړه او د هغو اصولو په رعایت سره شتمن ژوند ته ورسېږي. د همدغو قوانینو ترڅنګ د بریالیتوب په اړه ۱۳ ګامونه ذکر شوي چې په مټ یې لوستونکي خپلو موخو ته په رسولو کې مرسته کوي. د کتاب لیکوال یاد اثر د خپلو ۲۵ کلنو څېړنو پایله بللې چې د دې موضوع په اړه ترسره شوې دي. دغه کتاب په لومړیو کې هېڅ بازار نه درلود، نږدې اته کاله یې هېڅ د پام وړ لوستونکي پیدا نه کړل؛ خو د همدغه وخت په تېرېدو سره یو دم یې د لوستونکو پام راخپل کړ او اوس د امازون د شمېرو له مخې د نړۍ د ډېرو پلورل شویو کتابونو په لړ کې راځي او تر ۲۰۱۶ز کال پورې یې په ټوله نړۍ کې نږدې ۱۰۰ میلیونه کاپۍ پلورل شوې دي. په ټوله کې کتاب د بریالیتوب اصول څرګندوي او د راز کتاب خلاف د جذب قانون په اړه تمرکز او محوري بحث نه لري او د ډېری امریکایي لیکوالانو خلاف د بریالیتوب په برخه کې د نوموړي څېړنې او شننې د درېیمې نړۍ هېوادونو او همدارنګه د اسلامي تاریخ او د مسلمانانو له کارنامو څخه په استفادې ترتیب شوې دي چې دا ځانګړنه یې په اسانۍ د نظریاتو د عملي کولو سبب کېږي. په دویم چاپ سره د دغه کتاب بشپړ تصحېح او هم له انګریزي بڼې سره یې مقایسوي بیاکتنه شوې چې دغه څه دويم چاپ اثر یو بشپړ او د کره ژباړې او معیاري لیکدود په خپلولو کې مهم او بشپړ کړی دی. دغه کتاب افغان ژورنالېست زمریالي اباسین پښتو ژبې ته ژباړلی، صدیق دقیق تصحېح کړی او نور الحق حیدر یې مقایسوي بیاکتنه کړې ده. مینوال کولای شي د دغه کتاب پښتو او انګلیسي بڼې له اکسوس کتابپلورنځي څخه په مناسبه بیه ترلاسه کړي.