ملګري ملتونه وایي وچکالي د شاوخوا اووه میلیونه افغان کروندګرو ژوند ګواښي. د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي غذايي مصونیت نه لري، خو ددې وضعیت تر ټولو ستره ضربه افغان کروندګرو ته رسېږي. سرچینه وایي چې د وچکالۍ له امله د کروندګرو حاصلات د پام وړ نه دي، نو له همدې امله دوی له لوږې سره مخ کېږي او ددې احتمال شته چې له کروندګرۍ لاس په سر شي. ملګرو ملتونو وایي چې د افغانستان اووه میلیونه کروندګرو ته باید د خوراکي او نورو توکو مرستې برابرې کړل شي. سرچینه وایي که کروندګر له کروندګرۍ لاس په سر شي په افغانستان کې به د خوړو د مصونیت کچه نوره هم راټيټه شي او دا به یو بشري ناورین رامنځ ته کړي.



































