په شمال کې طالب چارواکو رسنیو ته ویلي چې تر یوې لنډې وقفې وروسته د حیرتان بندر له لارې هېواد ته صادرات پيل شوي او له ازبکستان څو لارۍ خوراکي توکي هېواد ته راوړل شوي دي. بلخوا په بلخ کې د سوداګرۍ او پانګونې د اطاقونو سرپرت حسن انصار وایي چې حیرتان بندر له دوو ورځو را پدېخوا پرانیستل شوی دی او د خوراکي توکو څو لارۍ هېواد ته د نننه شوې دي. نوموړي ویلي چې دا ابتدايي واردات دي او تر دې دمه لا ډېر قلمه مواد شته چې باید هېواد ته وارد شي. هغه همدا راز وایي چې په راتلونکو ورځو کې به د اورګاډي له لارې هم د وارداتو لړۍ پيل شي.



































