اروپايي ټولنه وایي باید له افغانستان د غیر قانوني کډوالۍ د نوې څپې مخنیوی وکړي. د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو ویلي چې که وضعیت همداسې دوام کوي نو ښایي په اروپايي هېوادونو کې د ۲۰۱۵ کال په څېر د کډوالۍ له امله بحران رامنځ ته شي. دغه هېوادونو ویلي چې په ګډه به یو کنفرانس جوړوي او په هغه کې به له افغانستان د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کوي. اروپايي ټولنه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د ملګرو ملتونو د تازه معلوماتو له مخې ښايي شاوخوا پنځه سوه زره افغانان د روان کال تر پایه له هېواده کډوال شي. ملګرو ملتونو پر نړیوالو غږ کړی چې ددغه کډوالو لاسنیوی وکړي او بشري همکاري دې نه هېروي.



































