د امریکا په کالیفورنیا کې اورلګېدنې زرګونه کسان له کورونو او تاسیساتو ایستلو ته اړ کړي دي. د راپورونو له مخې شاوخوا یوه اونۍ کېږي چې د کالیفورنیا په ځينو برخو په تېره په لیک تاهو سواحلو کې اورلګېدنه پراخه شوې ده او زرګونه خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. امریکایي حکومت وایي چې دا یوه سیاحتي سیمه ده او زرګونه سیلانیان دې ته اړ شوي چې خپل سفرونه لغوه او یا هم له دې ځایه بېځایه شي. د کالیفورنیا ایالتي حکومت بیا شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته امر کړی چې له خپلو کورونو ووځي. راپورونه وایي چې اور تر دې دمه ۷۷ هکتاره ځنګل سوی دی، شاوخوا ۳۵۰۰ د اور وژنې کارکوونکي یې پر کنټرول بوخت دي، خو یوازې ۱۳ سلنه اورلګېدنه کنټرول شوې ده.






































