د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وایي، چې افغانستان له بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی. هغه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې له هرو دریو افغانانو یو یې نه پوهېږي چې خواړه له کومه کړي. ګوترش ټینګار کړی دی چې افغانان اوسمهال تر بل هر وخت ډېر د نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري. هغه پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی دی چې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي څو له بشري او اقتصادي بحران سره مخ دغه هېواد کې د یو بېساري ناورین مخنیوی وشي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې وړمه ورځ ویلي وو چې د دوی مرستې د بهرنیو پوځیانو له موجودیت سره تړلې نه دي او دغه اداره به په افغانستان کې خپلو بشري فعالیتونو ته دوام ورکړي.



































