د افغانستان بانک وایي چې تر اوسه پورې د افغانستان د پانګې د کنګل کېدو په اړه له اړوند مراجعو څخه رسمي لاسوند ورته نه دی رسېدلی. یاد بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دوی هم دا خبر د رسنیو له لارې تر لاسه کړی دی او ستونزه یې له طالب چارواکو سره شریکه کړې ده چې لازم اقدامات شوي او ژر به دغه ستونزه حل شي. خبرپاڼه کاږي، چې له سوداګریزو بانکونو سره د ټولو هېوادوالو امانتونه خوندي دي او اوس مهال د سوداګریزو بانکونو فعالیتونه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې پیل شوي دي. د یاد بانک په خبره، ټول سوداګریز بانکونه د افغانستان بانک له لوري د جوړې شوې کړنلارې پر بنسټ خپل فعالیتونه تر سره کوي او ډېر ژر به د بانکي او مالي نظام ټول فعالیتونه عادي حالت ته را وګرځي.



































