د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی وایي، که په هېواد کې د زورواکو پر وړاندې قانون نه پلی کېږي نو دی حاضر نه دی خپله دنده مخته یوسي. هغه چې نن یې د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته خبرې کولې وویل، په هېواد کې شته ناخوالي د قانون د نه پلیتابه له امله دي او که چېرته لا هم د زورواکانو پر وړاندې قانون نه پلی کېږي نو دی خپله دنده پرېږدي. هغه یادې جرګې ته په خبرو کې پر ولسمشر غږ وکړ چې د علي پور د قضیې څېړلو په موخه دې د ولسي جرګې، امنیتي ادراو او قضایي بنسټونو یو ګډ پلاوی وګوماري. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په ډېریو جرمونو تورن قومندان علي پور د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو چې تر نیول کېدو وروسته یې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وشول او بلاخره نوموړی په ضمانت را خوشی شو.