د روسيې او ترکيې ولسمشرانو د سوريې په ادليب کې د حکومت او مخالفينو تر منځ د غير نظامي سيمې پر رامنځته کولو هوکړه کړې ده.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له خپل ترکي سيال رجب طيب اردوغان سره په دې اړه تر څه باندې ٤ ساعته خبرو وروسته وويل: «د غير نظامي سيمې د ايجاد پلان به له ادليب ولايت څخه د النصره جبهې په ګډون د ټولو افراطي جنګياليو وتلو ته زمينه برابره کړي».
پوتين وايي، دواړو رهبرانو پر دې هم موافقه وکړه چې له دې سيمې دې د ټولو وسلهوالو ډلو د ټانکونو، د راکټونو د ويشتلو د دستګاوو او نورو راکټ لانچرو په ګډون درنې وسلې و ايستل شي.
ګډ خبري کنفرانس ته د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل، دواړه هېوادونه به د غير نظامي سيمې په سرحدونو کې تنظيم شوې پوځي ګزمې کوي.
په سوچي ښار کې د پوتين او اردوغان دا هوکړه په داسې حال کې ده چې ايران، روسيه او ترکيه يوه نيمه اونۍ وړاندې په دې تړاو هوکړې ته په رسېدو کې ناکام شول.
ادليب د ترکيې پر پوله پروت ولايت دى او د ترکيې ولسمشر خبردارى ورکړى و چې په دغه ولايت کې عمليات به د وينو ويالې وبهوي.
په ترکيه کې وار له مخې د سوريې تر ٣ ميليونه ډېر کډوال چې له جګړو تښتېدلي، ژوند کوي.
د سوريې په اووه نيم کلنه جګړه کې تر څلورو لکو ډېر کسان وژل شوي او په ميليونونو نور له خپلو کورونو کډې کولو ته مجبور شوي دي.