د طالبانو د سیاسي دفتر رییس وایي په افغانستان کې به د اقتصادي پراختیا لپاره هر اړخیزه زمینه برابروي. ملا عبدالغني برادر له الجزیرې سره په تازه مرکه کې ویلي چې د همه شموله حکومت د جوړولو لپاره کار روان دی او ژر به یې ټول د اعلان شاهدان وي. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د خلکو د ژوند د ښه کېدو او اقتصادي ودې لپاره پراخ پلانونه لري. دده په خبره د اقتصادي ودې لپاره امنیت تر ټولو مهم دی، نو له همدې امله دوی هڅه کوي چې امنیت تامین کړي او د سترو اقتصادي او پراختیايي پروژو د پیلېدو لپاره زمینه برابره کړي. نوموړي ویلي خلکو ته ډاډ ورکوي چې د ژوند وضعیت به یې ښه شي او افغانستان به یو پرمختللی او پر ځان بسیا هېواد وي.



































