ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روغتیايي مرستو د ځنډېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې دوی د صحتمندۍ پروژې له لارې په افغانستان کې شاوخوا دېرش میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات برابروي، خو دمګړی له دغه پروژې سره نړیوالې مرستې په ټپه درېدلې دي. سرچینې ویلي که نړیوال دغه پروژه روانه و نه ساتي او له سره خپلې مرستې پیل نه کړي نو ددې احتمال شته چې زرګونه کسان په افغانستان کې له دې درکه زیانمن شي او روغتیايي خدماتو ته یې لاسرسی محدود شي. د روغتیا نړیوال سازمان له نړیوالو مرستندویه موسسو غوښتنه کړې چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي او په دې توګه د یوه بشري ناورین په مخنیوي کې همکاري وکړي.



































