د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي چې افغانستان د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري. هغه په یوه تازه مرکه کې زیاته کړې چې دوی له افغانستان سره مرستو ته چمتو دي خو ځینې شرایط هم لري. ګوترش څرګنده کړې چې طالبان باید د دوی د بشري فعالیتونو لپاره امنه فضا مساعده کړي. هغه ټینګار کړی دی چې دوی به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي خو په هغه صورت کې چې طالبان بشري حقونو، ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او پرېږدي چې ښځې ښوونځیو ته لاړې شي او کار وکړي. ګوترش د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د دوی د مرستو د دوام لپاره په افغانستان کې د ټولشموله دولت جوړېدل هم اړین دي.



































