په المان کې د کلیسایي مرستو سازمان (کاریتاس) عمومي مشر پیټر نیهر ویلي چې افغانستان په بد وضعیت کې قرار لري او افغانان په اوس وخت کې تر بل هر وخت ډېر نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. هغه له نړیوالې ټولنې او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د امکان تر حده دې ژر تر ژره له دغه هېواد سره بشري مرستې پیل کړي. نیهر زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې ۱۲ خیریه پروژې لرلې خو کله چې د ا.ا.ا د واک واګې په لاس کې اخیستې دي یوازې دوه یې فعالې دي. هغه دغه راز ویلي چې د دوی تر سل ډېر کارکوونکي په افغانستان کې پاتې دي او په وینا یې تر اوسه ورته د چا له لوري هیڅ ډول خنډ نه دی جوړ شوی.



































