امریکا له چین سره د سوداګرۍ په جګړه کې د دوه سوه میلیاردو ډالرو په ارزښت چینايي توکو باندې نوې تعرفه لګوي.
دا تعرفه پر نږدې شپږ زره ډوله توکو لګېږي او د سوداګرۍ په جګړه کې د بيجېنګ پر وړاندې د واشنګټن تر ټولو لوی ګام دی.
چین لا د مخه خبرداری ورکړی چی د امریکا د تعرفو په مقابل کې به ورته ګام اخلي.
دا تعرفې د روان سپټمبر له ۲۴ د ۱۰ سلنې مالیې په زیاتولو سره پیلېږي او که دواړه لوري کومې هوکړې ته ونه رسېږي، راتلونکی کال به يې کچه ۲۵ سلنې ته پورته شي.
دا په روان کال کې درېیم ځل دی چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت دغه هېواد ته پر چینايي وارداتو تعرفه لګوي.
په تېر جولای کې واشنګټن د چین د ۳۴ میلیارده ډالرو په ارزښت تولید مالیه لوړه کړه.
تېره میاشت یې په دویم ګام کې د ۱۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت چینايي توکو ۲۵ سلنه مالیه لوړه او له چین سره سوداګریزه جګړه يې نوره هم سخته کړه.
د امریکا او چین تر منځ د تعرفو د لوړولو په تړاو خبرې په مې میاشت کې ناکامې شوې.
امریکايي او چینايي چارواکي تېره اونۍ د نویو خبرو لپاره سره وغږېدل، خو د ټرمپ وروستی ګام ښايي د دوی اړیکې نورې هم خرابې کړي.
چینايي چارواکوویلي که ټرمپ د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت توکو تعرفه ولګوي، دوی له واشنګټن سره پر اړوند مسئله خبرې نه کوي.