طالبانو د کونړ د ځنګلونو پر پرېکولو او چارتراشو پر قاچاق کلک بندیز ولګاوه. د راپورونو له مخې د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم د کونړ له ځنګلي سیمو د لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی و او ځایي چارواکو ته یې په دې تړاو اړینې سپارښتنې کړې دي. هغه ویلي چې په کونړ کې د ځنګلونو پرې کول او د چارتراشو پر قاچاق باندې تر دویم امر پورې په بشپړه توګه بندیز دی او څوک چې له دې امر سرغړونه کوي قانوني چلند به ورسره کېږي. نوموړي د کونړ پر ولسونو هم غږ وکړ چې د څو محدودو کسانو د سوداګرۍ لپاره دې د دې سترې شتمنۍ د لوټ کېدو اجازه نه ورکوي. دده په خبره ځنګلونه د هېواد شتمني او د چاپېریال د زرغون ساتلو مهم اصل دی او هر وګړی یې د ساتنې مسوول دی.



































