ملګري ملتونه وایي دوی په افغانستان کې له بېځایه شوو کورنیو سره مرستو ته ژمن دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې په ځينو ولایتونو کې یې له کډوالو سره د مرستو لړۍ پیل کړې ده. د سرچینې په خبره همدا اوس د دوی مرستندویه کارکوونکي په ننګرهار او لغمان کې له بېځایه شوو کورنیو سره په مرسته بوخت دي او ګڼو کورنیو ته یې د ژوند لومړني توکي رسولي دي. ملګرو ملتونو ویلي چې دوی له کډوالو سره مرستو او همکاریو ته ژمن دي او په دې برخه کې د افغان لوري همکاري اړینه ده. سرچینه وایي د کارکوونکو امنیت یې دمګړی تامین دی خو د مرستو رسولو لپاره دې زمینې لا برابرې کړل شي.



































