امریکا له نړیوالو سره د پنځه سووه میلیونه ډوزه واکسینو مرسته اعلان کړه. د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د کووید ۱۹ په اړه په ځانګړې جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې دوی ددغه وبا د ختمولو لپاره ژمن دي او راتلونکی کال به د نړۍ له بېوزله او مخ پر ودې هېوادونو سره د ۵۰۰ میلیونه ډوزه واکسینو مرسته وکړي. په دې توګه امریکا نړۍ ته ټول ټال د شاوخوا یو میلیارد دوزه واکسینو مرسته اعلان کړې ده. بلخوا د روغتیا نړیواله اداره وایي چې دوی د نړۍ د اویا سلنې وګړو د واکسین لپاره شاوخوا یوولس میلیارده دوزه واکسینو ته اړتیا لري. راتلونکی کال ټاکل شوې چې د نړۍ څلوېښت سلنه وګړو ته واکسین ووېشل شي.






































