امریکا افغانستان سره د مالي سازمانونو نړیوال بانک، آسیا پراختیایې بانک، اسلامي پراختیا بانک، د امریکا مرسته کوونکو ادارو او نورو ډیرو مالي ادارو ته په مشروط ډول اجازه ورکړه چې افغانستان سره مالي راکړې ورکړې پیل کړي. د امریکا خزانې وزارت په جواز کې دغه راز غذايي توکو، درملو او نورو ضروري توکو د صادرلو لپاره مالي معاملاتو ته اجازه ورکول شوی ده. د امریکا خزانې وزارت ویلي چې امریکا له مالي ادارتو، غیردولتي مؤسساتو او نړیوالو سازمانونو سره په ګډه کار کوي تر څو زراعتي توکي، درمل او نور منابع افغانستان ته لاړ شي. دا په داسې حال کې چې پرون په کابل کې سلګونه لاریون کوونکو له امریکا وغوښتل چې د افغانستان بانک کنګل شوې زېرمې ژر خلاصې کړي.