د راپورونو له مخې د یمن د حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ د مارب ښار پر سر سخت جګړه روانه ده او په تېرو څلوېښتو ساعتونو کې پنځوس کسه په دې جګړه کې وژل شوي دي. مارب د یمن هغه ښار دی چې د تېلو تر ټولو ډېرې زېرمې لري او د یمن د حکومت تر کنټرول لاندې دی. حوثي یاغیان یې د نیولو په لټه کې دي، خو په وروستیو جګړو کې شاوخوا ۴۷ حوثیان په نښتو کې وژل شوي. دغه راز ۷ حکومتي عسکر هم په جګړه کې وژل شوي دي. په یمن کې په روان میاشت کې بیا شاوخوا څلور سووه کسان د دواړو لورو په جګړه کې وژل شوي دي. حوثیان د ایران ملاتړ له ځان سره لري او د یمن د قانوني حکومت پر وړاندې جګړه کوي.






































