په پاکستان کې د ترهګریزو پېښو کچه لوړه شوې او په تېرو څلورو کلونو کې بې مخینې وه. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې وروسته له هغه چې طا لبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او امریکایان له دغه هېواد ووتل نو ورسره جوخت په پاکستان کې ترهګریزې پېښې ډېرې شوې دي. راپورونه وایي چې د امنیتي پېښو کچه لوړه شوې او په تېرو څلورو کلونو کې بې مخینې وه. د معلوماتو له مخې په تېره اګسټ میاشت کې په پاکستان کې شاوخوا ۳۵ بریدونه شوي چې له امله یې ۵۲ کسان وژل شوي دي. ددې بریدونو پړه تر ډېره د پاکستاني طا لبانو تحریک منلې ده. رسنۍ وایي چې پاکستاني امنیتي چارواکي د وروستیو پېښو له امله سخت په اندېښنه کې دي. بلخوا پاکستاني طا لبانو په ځلونو په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د پاکستان اوسنی حکومت راپرځوي او پر ځای یې رښتینی اسلامي نظام قایموي.






































