د امریکا دفاعي ادارې وایي دوی بریالي شوي چې تر غږ پنځه برابره چټک توغندی په بریالۍ توګه و ازمويي. امریکا د روان میلادي کال په پيل کې ویلي وو چې د غږ په اندازه چټک توغندی یې په بریالی توګه ازمویلی خو اوس یې د داسې توغندي د ازمویلو خبر ورکړی چې تر غږ هم پنځه برابر چټک دی. په وروستیو کې د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د چټکو توغندیو د جوړولو پر سر سیالي ده، چې په دې لړ کې امریکا لومړی هېواد دی چې تر غږ پنځه برابره چټک توغندی جوړوي. امریکا وایي دا توغندی دښمن ته د خوځېدو وخت نه ورکوي او دودیز دفاعي سیستمونه یې د شنډولو او یا مخنیوي وړتیا نه لري.






































