مالیې وزارت وایي د ملي پراختیا شرکت دې د تېر په څېر خپلو چارو ته ادامه ورکړي. د ماليې وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ملي پراختیا شرکت رییس د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو له رییس سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د ملي پراختیا شرکت پر فعالیتونو او لاس ته راوړنو خبرې شوې دي. د دولتی شرکتونو رییس ویلي چې د ملي پراختیا شرکت به د تېر په څېر خپلو چارو ته ادامه ورکوي او د ملي پروژو په بشپړولو کې دې هڅه وکړي. سرچینه وایي ملي پراختیا شرکت باید د افغانستان د پرمختګ او رغونې لپاره خپل فعالیتونه لا ګړندي کړي او د ا.ا.ا بشپړ ملاتړ له ځان سره لري. ماليې وزارت دغه راز د ملي پراختیا له شرکت غوښتي چې خپلې نامکملې پروژې بشپړې او ژر یې ګټه اخیستنې ته وسپاري. دواړو لورو دغه راز ټینګار کړی چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره به هڅې لا همغږې کېږي.



































