که وضعیت همداسې دوام کوي نو افغانستان له سخت اقتصادي سقوط سره مخ کېدلی شي. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزیف بوریل په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعیت له پاشل کېدو سره مخ دی او باید دغه هېواد وژغورل شي. دده په خبره د افغانستان ژغورل کېدل د طا لبانو په چلند پورې تړلي دي. بوریل وایي طا لبان باید نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي، د افغانستان د خلکو بشري حقونه رعایت کړي او په خپل ښه چلند سره دې افغانستان له سقوط وژغوري. هغه زیاته کړې چې دمګړی په افغانستان کې اقتصادي سیستمونه هم له منځه تللي دي او سوداګري سخته زیانمنه شوې ده چې که وضعیت کنټرول نه شي نو ددې امکان شته چې په دغه هېواد کې یو بشري ناورین رامنځ ته شي. نوموړي له طا لبانو غوښتي چې ژر تر ژره له نړیوالې ټولنې سره یوې پایلې ته ورسېږي او د افغانانو د بربادۍ مخه ونیسي.


































