پاکستان څخه هېواد ته راتلونکي افغان کډوال وایي چې په چمن دروازه باندې یې پاکستاني پولیس له کوم دلیل پرته ځوروي. دوی چې د کور سامانونه ورسره دي د پاکستان له کوټې، پشین او کراچۍ څخه بېرته خپلو کورونو ته را روان دي. هغوی شکایت کوي چې پاکستاني پولیس یې ځوروي او په غیر قانوني توګه پیسې ځینې اخلې. بلخوا په چمن کې د پاکستاني پولیسو یو چارواکی بیا دا تورونه ردوي او وایي چې دوی له هغو خلکو څخه چې بېرته افغانستان ته ځي د ضروري اسنادو غوښتنه کوي، ګوري یې او بیا یې پرېږدي. په همدې حال کې په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي بیا د افغان کډوالو د خبرو د پخلي تر څنګ د پاکستاني پولیسو خبرې دروغ بولي او زیاتوي چې پولیس د قانوني اسنادو لرلو یا نه لرلو په کیسه کې نه دي که چېرته ورته یو سلګون کلدارې ورکړې نو تر اسلام اباده دې دوی په خپله رسوي.



































