افغان سوداګر د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو چارو د اسانتیا غوښتنه کوي. د افغانستان د سوداګرۍ خونو په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ا.ا.ا او سیمې له هېوادونو غوښتي چې سیاسي مسایلو ته له کتنې پرته له افغانستان سره سوداګري اسانه کړي ځکه دغه هېواد د لومړنیو توکو له کمښت سره مخ کېدونکی دی. په اعلامیه کې راځي چې همدا اوس هم د خوراکي توکو او سونتوکو بیې دوه چنده لوړې شوې دي او که وضعیت همداسې دوام کوي کېدای شي دا بیې لا پسې لوړې شي. یاده اداره وایي چې له پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان، ایران او نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د ژر ښه کولو جدي اړتیا ده او افغان چارواکو ته هم په کار ده چې ژر تر ژره د سوداګریزو چارو د مخ ته بېولو او خلکو ژوند کې د هوساینې راوستلو لپاره لاس په کار شي.



































