تاجکستان د افغانستان پر ځای قرغزستان ته د برېښنا صادرات ډېر کړي دي. د راپورونو له مخې تاجکستان ویلي چې د اوبو په بندونو کې د اوبو د کمښت له امله دوی اړ شوي چې افغانستان او ازبکستان ته د برېښنا صادرات کم کړي. تاجکستان د نړیوالو رسنیو د هغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي چې ګواکي د پیسو د نه ورکړې له امله ښايي پر افغانستان برېښنا پرې کړي، خو وایي چې دمګړی په بندونو کې د اوبو د کمښت له امله افغانستان او ازبکستان ته د برېښنا د صادراتو په کچه کې کموالی راغلی ځکه دوی باید د قرغزستان ۱،۲ میلیونه کیلوواټه برېښنا پوره کړي.



































