افغانستان د برېښنا پورونو د پرې کولو لپاره له ملګرو ملتونو ۹۰ میلیونه ډالر غوښتي دي. د راپورونو له مخې د افغانستان برېښنا شرکت وایي هڅه کوي د تېر حکومت د پورونو پرې کولو لپاره لارې چارې پيدا کړي او وکړی شي چې ژر تر ژره پر دغه شرکت پاتې پورونه پرې کړي. دوی له ملګرو ملتونو د ۹۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده څو وکړی شي خپل پورونه پرې کړي. برېښنا شرکت وایي چې دوی دمګړی د ایران ۲۵ میلیونه ډالر، د تاجکستان ۱۱،۲ میلیونه ډالر، د ازبکستان ۹،۹ میلیونه ډالر او د ترکمنستان ۵،۱ میلیون ډالر پوره وړي دي. تر دې وړاندې هم ځينو رسنیو ویلي وو چې ښایي برېښنا شرکت خپل پورونه پرې نه شي کړی او ګاونډي هېوادونه خپله برېښنا پرې کړي، خو یادو هېوادونو پر دې راپور غبرګون نه دی ښوودلی.



































