امریکا وایي له افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني له خوا د میلیونونو ډالرو د وړلو په تړاو څېړنې پيل شوې دي. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار مشر په تازه څرګندونو کې ویلي دوی هڅه کوي د وروستیو راپورونو په اړه تحقیقات وکړي چې ګواکي پخواني ولسمشر له افغانستان د وتلو پر مهال له ځان سره میلیونونه ډالر وړي او که نه،د جان سوپکو په خبره په دې اړه یې پلټنې پیلې کړې دي او ژر به حقیقت روښانه کړي. وروسته له هغه چې پخوانی ولسمشر اشرف غني له افغانستان ووت نو داسې راپورونه خپاره شول چې د تګ پر مهال یې له ځان سره میلیونونه ډالر وړي دي، خو نوموړي دا راپورونه رد کړل او هغه یې بې بنسټه وبلل.



































