د رسنیو د راپورونو له مخې ازبکستان ویلي سره له دې چې افغانستان یې د برېښنا له درکه پوروړی دی خو پر دغه هېواد برېښنا نه پرې کوي. تر دې وړاندې ځینو رسنیو راپورونه ورکړي چې ښایي افغانستان ته د برېښنا صادروونکي هېوادونه د پیسو د نه ورکړې له امله د برېښنا جریان قطع کړي. خو اوس ازبکستان وايي چې افغانستان ته د برېښنا صادرات نه دروي. بلخوا برېښنا شرکت بیا په دې لټه کې دی چې د پورونو د پرې کولو لپاره لارې چارې ولټوي. افغانستان تر ډېره له وارداتي برېښنا استفاه کوي چې له شمالي ګاونډیو، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او په غرب کې له ایران تامينيږي.



































