د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فلیپو ګراندي ویلي، له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنې شوي، اوس په کار ده چې دا پیسې عملاً ورکړل شي ځکه په افغانستان کې اوس مهال سمدستي نورو سرچینو ته اړتیا لیدل کېږي. ګراندي همدا راز وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره د اعلان شوې ۳۰۰ میلیونه ډالره مرستې یوازې ۱۸ سلنه دوی ته رسېدلې ده. نوموړي مرستندویو هېوادونو ته په خطاب کې وویل، په هغو برخو کې چې سمدستي اړتیا ده مشخصه مرسته وکړئ. ګراندي د افغانستان د سخت طبیعت یادونه وکړه، ویې ویل چې د دې هېواد په غرنیو سیمو کې ساړه زیات وي او ژمی هم را روان دی. ده یادونه وکړه چې د افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره وخت ډېر کم دی. فلیپو ګراندي وویل، د عامه خدماتو، بانکي سیسټم او اقتصاد خرابېدل په افغانستان کې تردې هم لوی بشري ناورین رامنځ ته کولی شي.



































