والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان د ځينو ولایتونو په اړه په یوه راپور کې ویلي چې دغه هېواد له سختې وچکالۍ او د وچکالۍ له امله له بشري ناورین سره مخ دی. ددغه ورځپاڼې په مطلب کې راځي چې رامنځ ته شوې وچکالي په تېره لسیزه کې به مخینې وه او په ګڼو ولایتونو کې د بندونو او سیندونو اوبه په بې مخینې کچه ټېټې شوې دي. په مطلب کې راځي چې نړیوالې مرستندویه موسسې باید په افغانستان کې بشري مرستې ډېرې کړي، ځکه دغه هېواد لږ کرنیزه ځمکه لري چې ډېره لوړه سلنه نفوس په کرکېله پکې بوخت دی، خو که دا برخه وچکالي ځپي نو میلیونونه وګړي به لومړنیو بشري مرستو ته اړ شي.



































