د مالیې وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي پروګرامونو له رئیس عبدالله الدارداري سره کتلي دي.
په دې کتنه کي چي د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال او یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړی و، د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي همکاریو، روغتیایي پروګرامونو، کارموندنې او د بشردوستانه مرستو ترڅنګ د پراختیایي مرستو د دوام په تړاو هر اړخیز بحث او خبري شوې دي او په یاده برخه کې ځيني لازمې پرې کړې هم شوې دي.
ددغه سازمان د پراختایي څانګې مشر عبدالله الدارداري ویلي، چې دوی به له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي.



































