د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي چې له کام ایر هوايي شرکت او د جلغوزو صادروونکو اتحاديې سره د تازه هوکړې له مخې، ډېر ژر به چین او نورو هېوادونو ته د ځانګړو پروازونو له لارې د جلغوزو صادرات پیل شي. د یادې خونې مرستیال یونس مهمند وايي، دوی له ټولو اړوندو اداره سره په ګډه هڅه کوي، تر څو بهر ته د افغانستان د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي. د نوموړي په خبره، په هېواد کې وروستیو بدلونونو د افغانستان د صادراتي توکو پر وړاندې ځینې ننګونې رامنځته کړې وې، خو په وینا یې، د ستونزو د حل په موخه یې هڅې چټکې کړي او زیاتوي چې یو شمیر نړیوال شرکتونه هم چمتو دي، ترڅو د افغانستان صادراتي توکي د هوايې دهلېز له لارې بهر ته ولېږدوي.



































