د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي چې طا لبانو له افغان مېرمنو او نجونو سره پر کړو ژمنو وفا نه ده کړې. د ای پي اژانس د راپور له مخې، نوموړي خبریالانو ته ویلي چې طا لبان باید د بشري حقونو مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي او دا موضوع له پامه ونه غورځوي. نوموړي ټینګار کړی دی چې دوی دا مسئله له پامه نه غورځوي او په خبره یې اوسمهال هم دوی هره ورځ له طا لبانو سره په دې اړه خبرې اترې کوي. ګوترش دغه راز ویلي چې د افغانستان اقتصاد ۸۰ سلنه په غیر رسمي ډول چلېږي او ښځې په کې مرکزي رول لري نو له مېرمنو پرته د افغانستان اقتصاد هم په پښو نه شي درېدلی. هغه څرګنده کړې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو پر لور روان دی او ټولو ته په کار ده، داسې لارې ولټوي چې د افغانستان اقتصاد بیا ساه واخلي.



































