د پاکستان لومړي وزیر د خپلو سلو لومړیو کاري ورځو په اړه راپور وړاندې کړی دی. هغه وايي پاکستان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی او دی کوښښ کوي چې په دغه روان بحران کې تر خپلې وسې ستونزې راکمې کړي. هغه ویلي چې د پاکستان میلیاردونه ډالر بهرنیو هېوادونو ته تښتول شوي او لسګونه کسان په دغه غلاوو کې لاس لري. دده په خبره د نړۍ له ۲۷ هېوادونو سره دې هوکړې ته رسېدلی چې د پاکستان پیسې به بېرته دغه هېواد ته ورګرځوي. عمران خان وايي دغه پیسې د مفسدو چارواکو له لوري له پاکستان غلا شوې دي او دی به یې بېرته راګرځوي.