د ا.ا.ا د افغانستان بانک د پخواني سرپرست میلیونونه افغانۍ شتمني کنګل کړې ده. د راپورونو له مخې ا.ا د افغانستان بانک د پخواني سرپرست اجمل احمدي په اکونټ کې د هغه شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغانۍ کنګل کړې دي چې ویل کېږي د هغه معاشات وو او دا چې د تګ پر مهال یې پر ډالرو د یادو پیسو د بدلولو فرصت نه و موندلی نو ترې پاتې وې. همدا راز د افغانستان بانک نوې رهبرۍ ددغه بانک د پنځو آمرینو له ګډون یو پلاوی ګومارلی څو په دغه بانک کې د اجمل احمدي له لوري ترسره شوې ګومارنې و ارزوي او په اړه یې بشپړ جزیات وړاندې کړي. د افغانستان ا.ا شک لري چې د اجمل احمدي د سرپرستۍ پر مهال په دغه بانک کې په سیستماتیکه توګه فساد او غلاوې شوې دي. اجمل احمدي د پخواني ولسمشر اشرف غني د کورنۍ له نږدې غړو ګڼل کېده، چې د ولس له سخت مخالفت سره سره یې هغه پر دې خورا مهم پست ګومارلی و او کلک ملاتړ یې ترې کاوه.



































