د قزاقي رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد حکومتي چارواکو ویلي چې د صادراتو په برخه کې شته ستونزې حل شوې او افغانستان ته یې د اوړو صادرات پيل کړي دي. د قزاقي رسنیو د راپورونو له مخې قزاقستان افغانستان ته تېر کال شاوخوا دوه میلیونه ټنه اوړه او نور غلجات صادر کړي دي چې د وروستي وضعیت له امله په دې صادراتو کې کموالی او ځنډ راغلی و. سرچینې ویلي چې اوس یې بېرته د اوړو صادرات پيل کړي او قزاقي اوړه به د افغانستان بازارونو ته صادر شي. قزاقستان داسې مهال دغه خبر ورکوي چې دمګړی په افغانستان کې د خوراکي او نورو اړینو توکو بیې لوړې شوې دي.



































