د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالو ادارې ویلي چې د افغان کډوالو سره د دغه سازمان د بشري مرستو لومړنۍ جوپه ازبکستان ته رسېدلې ده. د یادې ادارې په خبره، په دې مرستو کې د سرپناه وسایل شامل دي او د زرګونو کورنیو لپاره بسنه کوي. دغې ویلي، چې دغه مرستې به په مزار شریف کې په زرګونه کورنیو بې ځایه شویو ووېشل شي. د دغې ادارې ویاند بابر بلوچ ویلي چې په دې جوپه کې ۳۲ ټنه وسایل شامل دي او نن له دوبۍ څخه د ترمز هوایي ډګر ته رسېدلي او ډېر ژر به افغانستان ته ورسېږي.



































