د افغانستان ا.ا وایي دوی په دې لټه کې دي چې د تلیفوني مکالماتو نرخونه راټيټ کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي د مبایلونو له کرېډيټ کارتونو لس سلنه مالیه ا.ا ته راځي او دوی هڅه کوي په دې برخه کې پوره شفافیت رامنځ ته کړي. دده په وینا دمګړی په هېواد کې د تلیفوني مکالماتو نرخونه لوړ دي چې په همدې موخه یې یو هیت ګومارلی دی او دوی به له مخابراتي شبکو سره تر خبرو اترو وروسته ددې نرخونو د ټيټولو لپاره کار کوي. هغه زیاته کړې چې د مخابراتي سیستم پیاوړي کول او لا پراخول یې له مهمو کارونو دي.



































