د کندهار والي په دغه ولایت کې د درملو له یوې سترې تولیدي فابریکې لیدنه کړې ده. د ولایت مقام له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حاجي محمد یوسف وفا د سنو فارما په نامه د درملو له یوې تولیدي فابرکې لیدنه کړې ده او ددغه فابریکې کارکوونکو ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی. نوموړي ویلي، دا د ویاړ ځای دی چې تر اویاوو پورې سوداګر سره یو ځای کېږي او د خپل هېواد د خدمت په موخه د درملو یوه لویه فابریکه جوړوي چې په دې سره به هېواد د ځان بسیاینې پر لور بوځي. هغه ددې فابریکې مشرتابه ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او د چارو د چټکتیا غوښتنه یې کړې ده. دغه فابریکه په کندهار ولایت کې جوړېږي چې شاوخوا اته سووه کسان به کار پکې کوي، پنځوس میلیونه ډالر لګښت ورباندې راځي، په اتو کاري ساعتونو کې اته میلیونه ټابلیټ، یو میلیون کپسول او سل زره بوتله شربت تولیدولی شي.



































