افغانستان باید له اقتصادي سقوط وژغورل شي. سي بي ایس نیوز په یوه راپور کې ویلي چې دمګړی په افغانستان کې بشري ناورین د رامنځ ته کېدو په حال کې دی نو له همدې امله ددې جدي اړتیا ده چې دغه هېواد له اقتصادي سقوط وژغورل شي. په دې راپور کې راغلي چې زرګونه کسان دمګړی د ژوند کولو لومړنیو اسانتیاوو ته اړتیا لري، د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او مرستندویه موسسې هم یوازې دومره مرسته ورسره کوي چې د څو ورځو لپاره ژوندي پاتې شي. سرچینې ته د چارو پوهانو ویلي چې نړیواله ټولنه باید افغانستان له اقتصادي سقوط وژغوري، ژر تر ژره دې له اړمنو سره مرستې پيل کړي او د احتمالي بشري ناورین مخنیوی دې وکړي.



































