سږ کال په چین کې د کرنیزو حاصلاتو کچه د نورو کلونو په پرتله خورا لوړوه وه. له همدې کبله د چین حکومت د بزګرانو د هڅونې په موخه د (د ښو حاصلاتو ورځ) تر نامه لاندې یوه ورځ د بزګرانو د هڅونې لپاره په پام کې نیولې ده. دوی غواړې له دې لارې بزګران نور هم وهڅوي، تر څو په راتلونکې هم په خپلو ځمکو کې خواري وکړي او د ښو کرنیزو حاصلاتو له لارې د خپل هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي. د (ښو حاصلاتو) ورځ به په چین کې له دې وروسته هر کال نمانځل کېږي.