تاجکستان وایي روان کال یې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده. د تاجکستان د سوداګرۍ د برخې چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې روان کال د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۷۶.۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال په پرتله لوړوالی ښيي. د تاجک چارواکو په خبره د تېر کال په پرتله د سوداګرۍ په کچه کې شاوخوا ۳۵ سلنه لوړوالی راغلی دی. تاجکي چارواکي وايي په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو سره سوداګري یو څه زیانمنه شوې ده، خو تمه لري چې دغه لړۍ لنډمهالې وي او بېرته په سیمه کې سوداګري وده وکړي.



































