جي ۷ هېوادونه دې له افغانستان سره مرستې ډېرې کړي. ځینو نړیوالو بنسټونو د نړۍ له اوو صنعتي هېوادونو غوښتي چې په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او هڅه دې وکړي چې په دغه هېواد کې د مېرمنو لپاره د کار زمینه برابره کړي او د نجونو تعلیم ادامه ولري. دوی ویلي چې د نړۍ شتمن هېوادونه باید په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان پر وړاندې خپل مسوولیت ته متوجه وي. تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو په بېړنۍ توګه له افغانستان سره د بشري مرستو پر ترسره کېدو ټینګار کړی دی. دوی وایي چې په افغانستان کې ژمی په راتګ دی نو ددې جدي اړتیا چې اړمنو خلکو ته پر وخت بشردوستانه مرستې ورسول شي.



































